Deprecated: Optional parameter $pophelp declared before required parameter $event is implicitly treated as a required parameter in /home/inter21k/public_html/textpattern/lib/txplib_html.php on line 1389
Tag error: <txp:etc_query
            data='<txp:etc_tree id="245" />'
            replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
            /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
په بېلابېلو برخو کې د ۳۹۴ پروژو چارې بشپړې شوي دي | Intercontinental Kabul

په بېلابېلو برخو کې د ۳۹۴ پروژو چارې بشپړې شوي دي

1.jpg

8 حوت 1400

د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال، محترم مولوي عبدالولي عادل، چې د سه شنبې په ورځ د کب په ۳مه نېټه، یې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال خبرې کولې، وویل، دغه شرکت توانېدلی دی چې د خپلو ټولو پروژو له جملې څخه، په بېلابېلو برخو کې د ۳۹۴ پروژو چارې بشپړې کړي. 
دغه راز د ۳۹۴ پروژو د بشپړېدو ترڅنګ، د قوش تپې کانال د کار پیل، د بګرامیو ښارګوټي د ۳ بلاکونو د چارو بشپړېدل او د بګرامیو پروژې، غزنوي او لاله ښارګوټو د ودانیزو چارو پیلېدل، د ملي پراختیا شرکت، د عمده لاسته راوړنو په توګه یاد شول. 
د ملي پراختیا شرکت د تولید او سوداګرۍ چارو د انسجام مرستیال، محترم ریاض الدین شریفي، هم د کنفرانس په دوام کې وویل، که چېرې پروژه ورکونکې ادارې د پروژو د پلي کېدو بودیجه د ملي پراختیا شرکت په واک کې ورکړي، نو دغه شرکت به د ۷۴۵ تر کار لاندې پروژو چارې هم بشپړې کړي. 
نوموړي په پنځه کلونو کې د قوش تېپې کانال پروژې بشپړېدل، د حیرتانو د کرهنیز او صنعتي کمپلکس جوړول او د غوري سمنټو فابریکو کې د سمنټو تولید د نوې فابریکې رامنځته کول، د ملي پراختیا شرکت د راتلونکو مهمو برنامو په توګه یاد کړل. 
د تولید او سوداګرۍ چارو د انسجام مرستیال په خبره، ۱۷۰۰ جریبه ځمکه، ۱۲ تعمیرونه، ۱۱۱ دوکانونه او یو مارکېټ د غاصبینو او زورواکو له منګلو څخه، د شرکت په ګټه راګرځول شوي دي. 
هغه څرګنده کړه، چې د ملي پراختیا شرکت، شاوخوا ۸۰ سلنه مالي مکلفیتونه تصفیه کړي او شاوخوا ۲۴.۷ میلیارډه افغانۍ یې د شرکت پور ورکونکو ته ورکړي دي.