Deprecated: Optional parameter $pophelp declared before required parameter $event is implicitly treated as a required parameter in /home/inter21k/public_html/textpattern/lib/txplib_html.php on line 1389
Tag error: <txp:etc_query
            data='<txp:etc_tree id="245" />'
            replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
            /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د بلخ د پنبې او نباتي غوړیو دولتي شرکت خپل فعالیت بیا پیل کړ | Intercontinental Kabul

د بلخ د پنبې او نباتي غوړیو دولتي شرکت خپل فعالیت بیا پیل کړ

2.jpg

8 حوت 1400

د بلخ د پنبې او نباتي غوړیو دولتي شرکت د مالیې وزارت په همکارۍ له اوږدې مودې وروسته خپل فعالیت پیل کړ.
د پرانېستې په مراسمو کې د مالیې وزارت استازي رضوان الله اساس، د بلخ د پنبې او نباتي غوړیو دولتي شرکت سرپرست رئیس فریدون ژمن، د اجرائيه کمېټې رئیس او یو شمېر کارکوونکو او کارګران ګډون کړی و.
په دې مراسمو کې د بلخ د پنبې او نباتي غوړیو دولتي شرکت مشرتابه د ګرانو هېوادوالو او بزګرانو سره ژمنه وکړه چې له دې وروسته به د هېواد د کرنې د ودې او پیاوړتیا په برخه کې له بزګرانو سره بشپړه همکاري کوي. نوموړي دوی ته ډاډ ورکړ، چې باکیفیته او ګټور محصولات به په ټیټه بیه وړاندې کړي.
همدا شان د بلخ د پنبې او نباتي غوړیو دولتي شرکت د غوړیو د تولید فابریکه د یاد شرکت سرپرست ریس فریدون ژمن او د مالیې وزارت استازي رضوان الله اساس او د غونډي د نورو ګګونوالو په حرکت پیل وکړ او یو ځل بیا د بلخ د پنبې او نباتي غوړیو دولتی شرکت(د بلخ د جن او پریس تصدي)د هیوادوالو د خدمت جوګه شول.